کونړ کې د نوري فایبر پروژه پرانیستل شوه

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ سرپرست وزیر سید احمد شاه سادات نن په کونړ ولایت کې د نوري فایبر پروژه پرانیسته.

ښاغلي سادات د دې پروژې د پرانیستې پر مهال وویل چې دا پروژه له کونړ نه تر جلال اباد پورې ۹۶ کېلومتره اوږدوالی لري چې په پنځلس میاشتو کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته چمتو شوې ده.

د ښاغلي سادات په خبره دا د نوري فایبر د کیبل د غځولو دریم پړاو دی چې په کونړ کې پلي کېږي.

د نوري فایبر پروژې د کونړ ولایت سربېره د افغانستان په ۱۸ نورو ولایتونو کې هم پلي شوي دي.