یوه لوړ پوړي روسي ډیپلومات ویلي د سوریې په اړه د امریکا پالیسي یوه معما ده.
روسي خبري اژانسونو د هغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال سرګي ریابکوف څرګندونې لږ مخکي تر هغه خپرې کړې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن له خپل روسي سیال سرګي لاوروف سره په مسکو کې خبري پیل کړې.
دا مسکو ته د ریکس ټیلرسن لومړنی رسمي سفر دی چې د ولسمشر ډونالد ټرمپ د ادارې د پیلېدو راهیسي کېږي.
دا خبرې داسې مهال کېږي چې په سوریې کې د کیمیاوي وسلې د کارېدو په غبرګون کې امریکا په سوریې کې پر یوې پوځي هوایي اډې توغندویي برید وکړ.
ټیلرسن پرون ویلي وو چې روسیه باید د سوریې د ولسمشر بشار اسد د رژیم له ملاتړه لاس واخلي.
ریابکوف ویلي چې د دغه امریکایي او روسي چارواکو ترمنځ په لیدنه کې به د سوریې د وضعیت په تړاو ټولې موضوعګانې و سپړل شي.
دی وایي، په ټوله کې د سوریې په برخه کې د امریکا د ادارې دریځ زموږ لپاره یوه معما پاته شوې ده.