په ایران کې د دولت ترکنټرول لاندې رسنۍ راپور ورکړی چې د دغه هېواد پخواني ولسمشر محمود احمدي نژاد د ایران د راتلونکو ولسمشرۍ انتخاباتو د سیالۍ لپاره خپل نوم لیکلی دی.
نوموړي دوې دورې نوري هم د ایران ولسمشري کړې ده.
راپورونه وایي، احمدې نژاد نن خپل نوم لیکلی چې د ولسمشرۍ د کاندیدانو د نوم لیکنې دورې دوهمه ورځ ده.
دا دوره د اپریل له یوولسمې پیل او تر پنځلسمې نېټې به دوام وکړي.
د ایران ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه یې تېر کال احمدي نژاد ته ویلي وو چې بیا دې ولسمشرۍ ته نه درېږي.
ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د احمدي نژاد نېږدې متحد حمید بقایي چې پخوانی مرستیال ولسمشر دی، هم خپل ځان کاندید کړی دی.
د دغه هېواد ولسمشرۍ ته نور احتمالي کاندیدان به د ایران د شورا نګهبان لخوا وارزولشي.
احمدې نژاد تېره اوونۍ ویلي وو چې په پام کې نه لري ځان کاندید کړي او دا چې د بقایي ملاتړ به وکړي.
حمید بقایي په ۲۰۱۵ کال کې څو میاشتي د نامعلومو تورونو په تړاو بندي وو.