په ارزګان ولایت کې ۳۸ شنې خونې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د ارزګان ولایت د کرنې او مالدارۍ رئیس زلمي الکو د چهارشنبي په ورځ د یادې پرانیستې پر مهال ازادي راډيو ته وویل چې دغه ۳۸ شنې خونې د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ په یو شمېر سیمو کې بزګرانو ته ورکړل شوې.
نوموړي زیاته کړه چې پر یادو خونو څه باندې نهه میلیونه افغانۍ لګښت راغلی چې د هندوستان هېواد لهخوا څخه ورکول شوي دي.
په ورته وخت کې یو شمېر هغه کروندګر چې د کرنې او مالدارۍ ریاست لهخوا څخه شنې خونې ورکول شوي ډېر خوشحال وو او له دولت څخه ده ورته نورو پرژو غوښتنهیې وړکړه.