احمدزی: روسي ډیپلوماتان د افغان حکومت ضد څرګندونې کوي

د افغانستان د ولسي جرګې د اداري پلاوي ځیني غړي وايي، په کابل کې روسي ډيپلوماتان د ملي شورا د ځينو غړو په ګډون له یو شمېر قومي مشرانو او ځوانانو سره په غونډو کې د طالبانو په ګټه او د حکومت پر ضد څرګندونې کوي.

د ولسي جرګې دوهم مرستیال محمد نذیر احمدزي نن ازادي راډيو ته وویل دغو ډپيلوماټانو ویلي چې افغان حکومت او په افغانستان کې مېشت امریکايي ځواکونه د خلکو په خیر نه‌دي.

د جمهوري ریاست مطبوعاتي دفتر په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه.

روسیه تر دې وړاندې هم له طالبانو سره د اړیکو په خاطر تورنه شوې خو روسیې تل ټينګار کړی چې دا اړیکې یې په افغانستان کې د روسي اتباعو د خوندیتوب او د دې هېواد د سولې له بهیر سره د مرستې په هدف دي.