د افغانستان ولسي جرګې د شلو ورځو پرلهپسې غیر حاضریو له امله د څلورو وکیلانو دندې وځنډولې.
په دغو وکیلانو کې احمد بهزاد، فرشته انوري، پروین درانۍ او بشیر احمد تهینج شامل دي.
د ولسي جرګې رئیس عبدالرؤف ابراهیمي د نن ورځې په عمومي غونډه کې وویل چې دغه وکیلان به له دې وروسته له ټولو امتیازاتو بېبرخې وې او نهشي کولای چې ولسي جرګې ته راشي.
د افغانستان ولسي جرګې تر دې وړاندې ویلي چې د اکثرو وکیلانو د غیر حاضرۍ له امله ډېرې غونډې بېنتېجې پای ته رسېږي.