اروپايي ټولنه وايي، پر ایرانیې بندیزونه د یو بل کال لپاره تمدید کړي دي.
اروپايي ټولنې پرون په یوې خبرپاڼې کې وویل:
"دا بندیزونه ایران کې د بشري حقونو د جدي سرغړاویو په عکسالعمل کې د ۲۰۱۸ میلادي کال تر اپرېل میاشتې پورې تمدید شول."
په دې بندیزونو کې د یو سازمان د ۸۲ غړو د شتمنیو کنګلول او پر سفرونو بندیزونه شامل دي.
په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د ایران او د نړۍ د شپږو پیاوړو هېوادونو تر منځ د شوي توافق له مخې ایران د نړیوالو بندیزونو د لیرې کېدو په بدل کې د خپل اټمي پروګرام محدودېدو ته غاړه کېښوده.