پوهنې وزارت: ۹ ولایتونو ته ۴نیم میلیونه جلده کتابونه استول شوي

د افغانستان د پوهنې وزارت وايي، د افغانستان نهو هغو ولایتونو ته چې په ژمي کې درسي کتابونه نه‌و رسېدلي څلور نیم میلیونه جلده کتابونه استول شوي او رسېدلي دي.

د پوهنې وزارت د نشراتو رئیس کبیر حقمل ازادي راډیو سره په خبرو کې په دې اړه وویل:

"غزني، زابل، ارزګان، کندهار، هرات، بادغیس، غور، فراه او نیمروز ولایتونو ته درسي کتابونه رسېدلي دي."

د افغانستان ۱۶ ولایتونو ته د حمل میاشتې په پنځمه نېټه د دفاع وزارت په مرسته د کتابونو د انتقال بهیر پیل شوی وو.

کبیر حقمل زیاته کړې چې په راتلونکو څو ورځو کې به درې نیم میلیونه جلده د ښوونځیو درسي کتابونه اووه نورو ولایتونو پکتیا، پکتیکا، خوست، فاریاب، دایکندي، بامیان او نورستان ته هم واستول شي.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان په لیرې پرتو سیمو کې ښوونځیو ته د درسي کتابونو پر وخت استول او وېش تل له خنډ او ځنډ سره مل پروسه وي چې د پوهنې وزارت چارواکي یې په هېواد کې موجود امنیتي شرایط او بودجوي ستونزې لوی سببونه بولي.