د سپينې ماڼۍ پر وياند شان سپايسر نیوکې

د سپينې ماڼۍ پر وياند شان سپايسر وروسته له هغې انتقاد وشو چې ده وويل، اډولف هېټلر په دوهمه نړيواله جګړه کې کيمياوي وسلې نه‌وې کارولې.

سپايسر چې د سوريې د ولسمشر بشارالاسد د ځواکونو له‌خوا په خان شيخون ښارګوټي کې د تېرې اوونۍ د مشکوکې کيمياوي حملې په اړه يوه کنفرانس ته څرګندونې کولې، وويل:

"موږ او تاسو د هېټلر په څېر يو کرغېړن شخصيت لرو. هېټلر لا د کيمياوي وسلو په کارونې لاس نه‌و پورې کړى."

خو د اپوزېسيون سياستوال وايي، د نازيانو رهبر هېټلر د يهودانو او نورو د نابودۍ لپاره وژونکي ګاز کارولي وو.

کله چې د سپينې ماڼۍ له وياند څخه پوښتنه وشوه چې وضاحت ورکړي، ده وويل:

"زه فکر کوم کله چې د سارين ګازو مسئله راځي، هېټلر پر خپلو خلکو دغه ګاز نه‌و کارولي، لکه اسد چې يې کوي."

شان سپايسر وروسته په يوې ليکلې اعلاميه کې هڅه کړې چې خپلې هغه څرګندونې نورې هم واضح کړي.

ده ويلي ما هېڅکله هڅه نه‌ده کړې د هالوکاست وحشتناک ماهيت کمرنګه کړم.

په ټوله اروپا کې شااوخوا ٦ میليونه يهودان د هغو سيستماتيکو وژنو په لړ کې وژل شوي وو.

خو د سپينې ماڼۍ وياند وروسته له «CNN» ټلوېزيوني شبکې سره په مرکه کې د هالوکاست په باب د خپلو څرګندونو له کبله بخښنه وغوښته.