افغان چارواکي ولې د طالبانو او روسیې پر همکاریو بېلابېل نظرونه لري؟

د نړیوالو چارو کارپوه انتظارخادم

د سې شنبې په ورځ په داسې حال کې د ارزګان د امنیې قوماندان ادعا وکړه چې د دې ولایت هغو سیمو کې روسي نظامیان لیدل شوي چې د طالبانو تر ولکې لاندې دي، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې وویل چې روسیه او افغانستان د نشه‎يي موادو او ترهګرۍ په ضد مبارزه کې له یو بل سره نېژدې او مؤثره همکاري کوي.

تردې دوه ورځې مخکې په کابل کې د روسیې سفارت هغه ادعاوې رد کړې چې ګوندې دا هېواد له طالبانو سره په بېلابېلو برخو کې مرسته کوي.

د طالبانو سر د روسیې د مرستو د ادعاوو په اړه اجمل اند د نړیوالو چارو له کارپوه انتظار خادم سره مرکه کړې او په سر کې یې ترې پوښتلې چې افغان چارواکي په بېلابېلو سطحو ولې د طالبانو او روسیې ترمنځ د همکاریو په اړه جلا جلا نظرونه څرګندوي؟

ښاغلي خادم وايي:

Your browser doesn’t support HTML5

له ښاغلي خادم سره مرکه