د افغانستان د ملي امنیت د شورا په دفتر کې یو لړ نوې مقررۍ شوې دي.
په دې ترڅ کې محمد سلیمان کاکړ د ملي امنیت د شورا د دفتر د انکشافي او ولسې چارو د ستر معین په توګه مقرر شوی.
یما کرزی د ملي امنیت شورا د دفتر د ستراتیژیکو ګواښونو او اطلاعاتو د ارزونې معین، عبدالحکیم نورزی د ملي امنیت د شورا د دفتر د داخلي تفتیش معین او د ملي دفاع وزارت مخکیني مرستیال جنرال خالق سروري د ملي امنیت شورا دفتر د وسله وال پوځ د اعلي سرقومانداني معین ټاکل شوی دی.
د دغو ټاکنو ترڅنګ د رئیسانو په کچه هم یو لړ مقررۍ شوې دي.
د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر وویل چې له دغو نویو ګمارنو سره به د ملي امنیت شورا دفتر لا ډېر فعال شي.