محمد افضل لودین د ولسمشر ستر پوځي سلاکار وټاکل شو

په پوځي چارو کې محمد افضل لودین د ولسمشر ستر پوځي سلاکار وټاکل شو.

د افغانستان د ملي امنیت شورا د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دې شورا د وړاندیز او د ولسمشر د منظورۍ په اساس په امنیت شورا کې زیات تغیرات راغلي دي.

په خبر پاڼه کې راغلي چې نوي مقررۍ د امنیت شورا او د وسله وال پوځ په اعلی سر قوماندانۍ کې ترسره شوي دي.

د خبرنامې په حواله د ملي امنیت مشارو حنیف اتمر ویلي چې دغه تغیرات د حکومت د هغه ژمنو برخه ده چې د د وارسا په ناسته شوې دي.