د ایران د ولسمشرۍ د انتخاباتو د کاندیدانو د نوم ثبتولو لړۍ نن په تهران کې پیل شوه.
د نوم ثبتولو لپاره پنځه ورځې وخت ټاکل شوی دی.
په ایران کې د ولسمشرۍ انتخابات د مې په نولسمه کېږي.
هر کاندید باید د نګهبان شورا له لورې تائید شي.
ایرنا اژانس خبر ورکړ چې د منل شویو کاندیدانو لېست به د اپریل په شپږ ویشتمه او اووه ویشتمه د کورنیو چارو د وزارت له لورې اعلان شي.
تمه ده چې د ایران اوسنی ولسمشر حسن روحاني به د بلې دورې لپاره هم ځان کاندید کړي.
روحاني پرون په تهران کې یوه ورځ مخکې تر دې چې د د ولسمشرۍ د انتخاباتو د کاندیدانو د نوم ثبتولو کارونه شروع شي، رسنیو ته د خبرو پر مهال د خپلو تګلارو دفاع وکړه.