د ستوکهلم د پېښې تورن پر خپل جرم اعترام کړی

د نهه دیرش کلن ازبک رحمت اکیلوف مدافع وکیل وویل چې موکل یې اقرار وکړ چې د سویډن په مرکز ستوکهلم کې یې تېره اوونۍ ترورستي برید ترسره کړ، لارۍ یې برمته کړه، پر خلکو یې وروسته او څلور تنه یې ووژل.

مدافع وکیل خبریالانو ته وویل چې اکیلوف نن د محاکمې په غونډه کې چې دا مسئله یې څېړله چې اکیلوف په توقیف کې پاتې شي که نه شي، اقرار وکړ.

د محاکمې د اسنادو له مخې اکیلوف د ازبکستان دی.

ده د اپریل په اوومه د سویډن په مرکز ستوکهلم کې برید کړی و.

پولیسو د دې برید په تړاو یو بل کس د یکشنبې په ورځ ونیو خو تر اوسه یې د هغه د هویت په اړه څه نه دې ویلي.

د اپریل له اوومې راپه دې خوا پولیسو تر شپږ سوه زیات کسان پوښتلي دي او د ستوکهلم شااوخوا یې په یو شمېر ځایونو کې د تحقیقاتو لپاره چاپې غورځولې دي.