د ازبکستان ملي هوایي چلند له تاشکنده د تاجکستان مرکز دوشنبې ته له نېږدې پنځه ویشت کاله وروسته، الوتنې پیل کړې.
د دوشنبې په نړیوال هوایي ډګر کې نن د ازبکستان د هوا یولاري دولتي هوایي چلند الوتکه چې نهه ویشت مسافر یې لېږدول، کېناسته.
د دغو دوو هېوادو ترمنځ پرېکړه شوې وه چې په فبروري کې الوتنې پیل شي، خو بیا بیا وځنډېدې.
د ازبکستان او تاجکستان اړیکي د ترانزیت، سرحدي امنیت او د اوبو د زېرمو پر سر له کلونو راهیسې خړپړ شوي.