فخري: مافیا غواړي اداري فساد سره مبارزه ننګونو سره مخ کړي

د افغانستان د اداري فساد پرضد عالي اداره د درنو جرمونو او فساد په وړاندې د ځانګړې مرکز پر دوه تنه کارکونکو حمله د فساد په وړاندې د مبارې لپاره د خطر زنګ بولي.

د دې ادارې رئیس سید حسین فخري نن ازادي راډیو ته وویل مافیايي ډلې او په فساد کې ښکېل کسان غواړي په دې حملو د فساد په وړاندې مبارزه ټکنۍ کړي.

خو هغه له دولتي او امنیتي مسولینو غوښتنه کوي چې د دې پېښې عاملین باید زر ترزه وپېژندل شي او د دې مرکز د کارکونکو د ژوند د خوندي توب لپاره هلې ځلې زیاتي کړي:

"د دغه ډول مرګونو قضیو ادامه به د فساد په وړاندې د مبارزې په برخه کې به منفي تاثیرات ولري، او نورې ستونزې به پيدا کړي."

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د کابل ښار په قمبر څلور لارې کې د درنو جرمونو او فساد په وړاندې د ځانګړې ادارې دوه کارکونکې د نامعلومو کسانو له خوا ووژل شو.

د کابل د پولیسو په خبره د دې پېښې په اړه تحقیقات او څېړنې روانې دي.