د افغانستان دفاع وزارت وايي، د کابل ښار په پنځمه حوزه کې نن سهار د ملي اردو یو سرتیری د نامعلومو وسله والو په ډزو وژل شوی دی.
د دغه وزارت د ویاند مرستیال محمد رادمنش ازادي راډیو ته وویل چې د پېښې سیمې ته د څېړنو ډله تللې او د پېښې په تړاو وروستي جزئیات به وروسته په ډاګه شي.
د یوې دولتي سرچینو د معلوماتو له مخې تېره ورځ ناوخته هم د ملي امنیت د لسم ریاست یو کارمند د نامعلومو وسله والو له خوا ووژل شو.
د دې ترڅنګ د دوشنبې په ورځ د کابل ښار په قمبر څلور لاري کې د درنو جرمونو او فساد پر وړاندې د مبارزې مرکز دوه تنه کارکوونکي هم وژل شوي وو.