د امریکا دفاع وزیر:د الاسد د رژیم ځینې الوتکې له منځه تللي

د امریکا د دفاع وزیر وايي، پر سوريې د امریکا د توغندیو حمله کې د بشارالاسد د رژیم د هوايي ځواک ۲۰ په سلو کې کارول کیدونکي الوتکې له منځه تللي دي.

جېمز مټیس پرون په یوې اعلامیه کې وویل، د سوريې حکومت په الشعیرات هوايي اډه کې اوس نه الوتکې د پرواز لپاره اماده کولای شي او نه هم ورته د سون مواد لري.

د پنټاګون مشر جېمز مټیس وايي، دا به د سوريي حکومت ته ډېره ناوړه مشوره چې بیا دې کیمیاوي وسله استعمال کړي.

د امریکا ولسمشر ویلي پر سوريې د توغندیو حمله د دې هېواد ولسمشر بشار الاسد ته د خپلو خلکو پرضد د کیمیاوي وسلې د کارولو په خاطر سزا وه.