د سوريې حکومت ته د سپینې ماڼۍ خبرداری

سپینې ماڼۍ خبرداری ورکړ چې که د سوريې حکومت بیا کیمیاوي وسله او یا بېرلي بمونه وکارول نو ولسمشر ډونالد ټرمپ به د سوريې پر ضد نور پوځي ګامونه واخلي.

د سپینې ماڼۍ ویاند شان سپایسر پرون خبریالانو ته وویل، که بیا مو په کیمیاوي ګازو د خلکو وژل او په بېرلي بمونو د خلکو الوزول ولیدل نو بیا به هم پوځي ګام واخلو.

نوموړي وویل:

"که هغو هېوادونو ته وګورئ چې د سوريې پرضد يې زموږ د ګام ملاتړ وکړ نو ښکاره کوي چې څومره شمېر هېوادونه له دې ولسمشر سره اوږه په اوږه ودرېدل. بل لور ته روسیه له سوريې، شمالي کوریا او ایران سره ولاړه ده. زه فکر کوم کله چې تاسو د دواړو خواو ملاتړي هېوادونه ووینئ نو دا ډېره واضحه ده چې دې مسئله کې موږ په حق یو."

امریکا تېره جمعه وروسته تر هغې چې د سوريې حکومت له‎خوا د دې هېواد په ادلب ولایت کې د کیمیاوي ګاز د استعمال راپورونه خپاره شول، د دې هېواد پر یوې پوځي اډې د توماهاګ توغندیو برید وکړ.

روسيې چې د بشار الاسد له رژیم ملاتړ کوي د امریکا د توغندیو د برید پر وړاندې له غُصې ډک عکس‌العمل څرګند کړ او دا حمله‌یې د نړیوالو قوانینو خلاف عمل وباله.

روسیه او ایران وايي، کیمیاوي ګاز د وسله‎والو له هغې ډیپو خپور شوی چې د سوريي الوتکو په نښه کړې وه.