د نړۍ د ۷ سترو صنعتي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران نن د ایټالیا په لوکا ښار کې غونډېږي.
د بریتانيې د بهرنیو چارو وزیر بورېس جانسون پرون له خپل امریکايي سیال رکس ټېلرسن سره په ګډ خبري کنفرانس کې وویل، دې غونډه کې د سوريې او روسيې پر پوځي چارواکو د نورو بندیزونو په اړه خبرې کوي.
نوموړي وویل:
"روسيي ته زموږ پیغام ښکاره دی. ایا غواړئ چې د سوريې د مسموم رژیم تر څنګ پاتې شئ؟ ایا غواړئ له هغه کس سره ودرېږئ چې خپل خلک مسموموي؟ یا غواړئ له امریکا، جي ۷ او د نړۍ له متحدو هېوادونو سره د سوريې د یوه نوي راتلونکي لپاره کار وکړئ؟"
پر سوريې او روسيې د نورو بندیزونو موضوع وروسته تر هغې پورته شوه چې امریکا او متحدانو يې د سوريي حکومت په ادلب ښار کې پر ملکیانو د کیمیاوي وسلې په کارولو تورن کړ.
امریکا د سوريې په ادلب کې د کیمیاوي وسلې د برید پړه د بشارالاسد پر حکومت واچوله او په عکسالعمل کې د سوريې پر یوې پوځي اډې د لیرې واټن ویشتونکو توغندیو حمله وکړه.
روسيې او ایران چې د سوريې له حکومت ملاتړ کوي د امریکا راکټي برید وغانده او ټینګار کوي چې کیمیاوي وسله د سوريې حکومت نهده کارولې، بلکې د وسلهوالو یاغیانو په یوې ډیپو کې وه.