رادمنش: ۲۰۰ امریکايي سرتېري هلمند کې ځای پر ځای شوي

د افغانستان د دفاع وزارت وايي، هلمند ولایت ته په دې وروستیو کې رسېدلي امریکايي سرتېري د افغان ځواکونو د روزنې، سلا مشورو او هوايي عملیاتو د همغږۍ برخه کې له افغان ځواکونو سره مرسته کوي.

د دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش وویل، ۲۰۰ امریکايي سرتېري لا دمخه افغانستان کې و د هلمند په باسشن پوځي اډه کې ځای پر ځای شوي دي.

ښاغلي رادمنش وویل، افغانستان ته د نورو امریکايي سرتېرو د استولو موضوع مطرح ده خو تر اوسه نور سرتېري افغانستان ته نه‎دي رسېدلي.

د امریکا پوځ لوی درستیز او د دفاع وزیر ویلي، د افغانستان وضعیت ته په پام او له پوځي قوماندانانو سره په مشوره به افغانستان ته د نورو سرتېرو د استولو په اړه خپله پرېکړه ولسمشر ډونالد ټرمپ ته وړاندې کړي.

دا مهال په افغانستان کې شااوخوا اته زره او څلور سوه امریکايي سرتېري موجود دي.