مې او ټرمپ به روسیه له سوریې سره د اړیکو پرې کولو ته وهڅوي

د بریتانیا صدراعظمې ترېزا مې او د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ پرون په ټیلیفوني خبرو کې موافقه وکړه چې روسیه له سوریې سره د اړیکو پرې کولو ته وهڅوي.

د مېرمن مې یوې ویاندې پرون وویل، دواړو مشرانو هیله څرګنده کړه چې د سوریې کړکېچ ته د یوې حل لارې د موندلو برخه کې به مسکو ته د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر رکس ټېلرسن د روانې اوونۍ له سفر وروسته پرمختګ وشي.

ویاندې زیاته کړه چې مسکو ته د ټېلرسن سفر به په دې برخه کې پرمختګ ته لاره پرانیزي.