ایران وايي بوینګ شرکت «۷۷۷ ډوله مسافر وړونکې جېټ» الوتکه ورکوي

د ايران دولتي خبري اژانس اېرنا راپور ورکړی چې امریکايي الوتکې جوړوونکی شرکت بوينګ به راتلونکې مياشت ۷۷۷ مسافر وړونکې جېټ الوتکې ايران ته ورکړي.

اېرنا پرون د يوې سرچينې له قوله لیکلي چې دا جېټ الوتکې به د ايران د دولتي هوايي شرکت له‌خوا دغه هېواد ته انتقال شي.

د ۷۷۷ غبرګ انجن لرونکي الوتکې تر ۱۵،۸۰۰ کېلو متره پورې الوتنې وړتيا لري.

اېرنا ويلي چې دا دوه الوتکې د هغې موافقې برخه دي چې ترکيش ايېروېز هوايي شرکت کړې وه خو دغه موافقه لغوه شوه او الوتکې ايران ته وپلورل شوې.

بوينګ تېر کال اعلان وکړ چې ايران د ۱۶ میليارده ډالرو په لګښت د اتيا بوينګ الوتکو غوښتنه کړې وه.

بوينګ د الوتکو د بيې په اړه څه نه‌دي ويلي.