اردوغان: اروپايي اتحادیه کې د ترکیې په غړیتوب له سره کتنه کوو

د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان یو ځل بيا د اروپا پر ضد په خبرو کې اشاره کړې چې په اروپايي اتحاديه کې د ترکيې د ګډون غوښتنې ته به له سره کتنه وکړي.

ده ويلي چې اروپا به د ترکانو پر ضد د خپلو کړنو بيه پرې کوي.

پرون په ازمير کې د وینا پر مهال اردوغان وويل، اروپايي اتحاديې ته د ترکيې د شاملېدو خبرې به د ترکيې په اساسي قانون کې د تغيیراتو لپاره تر ټولپوښتنو وروسته پيل شي.

ټاکل شوې ده دغه ټولپوښتنه د اپرېل په ۱۶مه وشي.

اردوغان وويل، اروپا لکه يو ناروغ سړی داسې ده.

اروپايي سياستوالو د ۱۹مې پېړۍ پر مهال د عثمانيې امپراتورۍ د سقوط په کلونو کې همدا خبره کړې وه.

اردوغان له نورو کسانو سره یوځای محافظه‌کاره د اسلامي عدالت او پرمختګ ګوند جوړ کړ او په ۲۰۰۳ میلادي کال کې صدراعظم وټاکل شو.

په ۲۰۱۴ میلادي کال کې ولسمشر شو او له هغه وروسته‌يې ژمنه وکړه چې د ترکيې حکومت به له پارلماني نظامه د ولسمشرۍ جمهوریت ته اړوي.

راتلونکي ټولپوښتنه د همدې موضوع په خاطر کېږي.

اردوغان ادعا کوي چې دا کار په ترکيه کې د سیاسي ثبات په خاطر مهم دی، خو منتقدين وايي چې دا تغيیر به یوه کس ته ډېر واک ورکړي.

دوی همداراز د ناکامې کودتا تر هڅو وروسته د اردوغان له‌خوا د سیاسي مخالفينو پر ځپنې هم انتقاد کړی دی.

له اروپا سره د اردوغان اړيکې په دې وروستیو کې ځکه ترينګلې شوې چې يو شمېر اروپايي هېوادونو په خپلو ښارونو کې د اردوغان پلويانو ته د ترکيې د ټولپوښتو په اړه د لاریونو اجازه ورنه‌کړه.