همت: پاکستان پر سرکاڼو او خاص کونړ بیا توغندي توغولي

د کونړ په دوو ولسوالیو خاص کونړ او سرکاڼو ولسوالۍ د پاکستان له لوري ۴۰ توغندي توغول شوي دي.

د کونړ امنیه قوماندان جنرال جمعه‌ګل همت نن ازادي راډيو ته وویل چې دغه توغندي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر یادو ولسوالیو توغول شوي دي.

نوموړي وویل چې په دغو بریدونو کې چاته مرګ ژوبله نه‌ده اوښتې خو په وینا يې چې یو توغندی په یو کور لګېدلی چې شل څاروي يې وژلي دي.

د معلوماتو له مخې په تېرو څو میاشتو کې پاکستان د افغانستان پر سرحدي ولایتونو سلګونه توغندي ویشتلي چې څلور کسان وژل شوي، لس ټپیان او لسګونه کورنۍ د خپلو کورونو پریښودو ته اړې شوې دي.