د کونړ امنیتي چارواکي وايي، په یاد ولایت کې څلور سوه نوي محلي پولیس په دندو ګمارل کېږي.
د کونړ امنيه قوماندان پاسوال جمعهګل همت د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې په ولایت کې يې محلي پولیس د امنیت په ښه والي کې ښه ثابت شوي او دوی له مرکزي حکومت څخه د نورو زیاتو سیمهییزو پولیسو غوښتنه کړې وه چې له هغه څخه څلور سوه منظور شول.
نوموړي یاته کړه:
"څلور سوه محلي پولیس موږ ته منظور شوي او د دې تر څنګ هغوی روزنه هم اخیستې ده، دا به په سرکاڼو، خاص کونړ، شلتن او دانګام کې په دندو وګمارل شي، چې امنیت به ورسره نور هم ښه شي."
هغه وویل اوس د منظور شویو پولیسو پر اکمالاتو کار روان دی.
امنيه قوماندان همدارنګه وویل چې ورسره د نورو شپږو سوو سیمهییزو پولیسو د منظورۍ ژمنه هم شوې ده.
کونړ د هېواد په کچه هغه ولایت دی چې پهکې سیمهییزو پولیسو ښه نتیجه ورکړې او ورسره امنیت ښه شوی دی.