د افغانستان د مشرانو جرګې اداري پلاوی له حکومته غواړي کومې دوسیې چې د محاکمو لهخوا فیصله شوي باید عملي شي.
د دغې جرګې دوهم مرستیال محمد اصف صدیقي د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، که قانون پر خلکو یو شان پلی نهشي، د نظام مشروعیت به له پوښتنو سره مخ او د خلکو باور به پرې کم شي.
نوموړی وايي:
"د محاکمو پرېکړې موجودې دي، خو له بده مرغه چې تعقیب شوي او پلې شوي نهدي. که حکومت دغه دوسیې پلي نهکړي نو دا به په دې معنی وي چې په غیر مستقیم ډول پر خپلې ناتوانۍ اعتراف کوي."
دا اندېښنې په داسې حال کې راپورته کېږي چې د اداري فساد د درنو جرمونو پر ضد د مبارزې ځانګړې ابتدائیه محکمې د هرات د ولایتې شورا پر رئیس کامران علیزي، د دوه نیمو کلونو حبس پرېکړه کړې خو نوموړی تر اوسه هم نهدی نیول شوی.
Your browser doesn’t support HTML5
هرات کې د "عليزي" ملاتړو د دغه ولایت لویې لارې تړلي
همدارنګه د جوزجان پخواني والي احمد اېشچي ادعا کړې چې د ولسمشر د لومړي مرستیال د ساتونکو لهخوا جنسي ځورول شوی خو د ده د دوسیې د څېړنې څرنګوالی هم تر اوسه له خلکو سره شریک نهشو.
په دې اړه لویې څارنوالۍ یوازې د دوستم د اوو ساتونکو د نیولو حکم صادر کړ.
له دغو نیول شویو څخه د څېړنو د بهیر راپور خپور شو خو د نیولو خبر یې نهدی خپور شوی.
د ولسمشر مېرمن بيبي ګل غني ویلي چې د ولسمشر لومړی مرستیال عبدالرشید دوستم خپل کور کې نظربند دی خو د ښاغلي دوستم دفتر دغه خبره رد کړې ده.
دلته دا پوښتنه راپیدا کېږي چې د محاکمو پرېکړې یوازې پر عامو خلکو پلې کېږي او که په زورواکو هم؟
هڅه مو وکړه چې په دې اړه د سترې محکمې نظر هم ولرو، خو له هڅو سره-سره بریالي نهشو.
په ورته وخت کې د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې د قضائیه قوې د هرې پرېکړې پلي کولو ته ژمنه ده.
د ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینهپال ازادي راډیو ته وویل، هر څوک که هر مقام کې وي، له قانونه پورته نهدی.
د ولسمشر د ویاند مرستیال دواخان مینهپال
نوموړی وايي:
"کله چې قضائیه قوه حکم کوي، اجرائیه قوه مکلفه ده چې پلی یې کړي، څو قانون پر ټولو یو شان پلی شي."
کارپوهان وايي، د قانون پلي کول د ډموکراتیکو نظامونو یو اصل دی او کله چې دغه اصل پلی نهشي، د نظام مشروعیت له پوښتنې سره مخ کېږي.
له دې ډلې موسی فریور وايي، که قانون پر خلکون یو شان پلی نهشي زورواکي، مفسدین او مافیا به زړور او د نظام پر وړاندې به په یو لوی خطر بدل شي.
راپور: خان محمد سیند