د اوکراین څارنوالان د یوه کنډک لپاره استېناف محکمې ته مراجعه کوي

د اوکراین څارنوالانو او دفاع وکيلانو ژمنه کړې چې د تورنېدو په نوم له‌منځه تللي کنډک پخوانیو غړو ته د بند د سزا پر وړاندي به د استېناف محکمې ته مراجعه وکړي.

په کيف کې يوې محکمې د تېرې جمعې په ورځ د ياد کنډک دوولس پخواني غړي مجرم وپېژندل.

پر دوی تور وو چې په ۲۰۱۵ میلادي کال کې يې په لوهانسک سيمه کې اوسېدونکي وهلي ټکولي، ځپلي او جنسي تېری يې ورباندي کړی وو.

اته تورن کسان د اتو څخه تر يوولسو کلونو په بند محکوم شول او څلور نورو ته د پنځو کلونو سزا واورول شوه.

وروسته له هغې چې دې قضيې يو کال واخيست، دواړه لوري له پرېکړې خوشاله نه‌دي.

څارنوالانو ويلي، دا سزاوې لږ دي خو د دفاع وکيلان وايي، دا سزا ډېره سخته ده.

وروسته له دې چې د دغه کنډک غړي په لوهانسک سیمه کې په غير قانوني ځپنو تورن شول، دا کنډک منحل شو او د تورونو په اړه پلټنې پیل شوې.

په لوهانسک سيمه کې د حکومتي ځواکونو او روسي پلوه جلا غوښتونکو تر منځ د ۲۰۱۴ میلادي کال راهيسي نښتې روانې دي.