د ولسي جرګې اداري پلاوی وايي، هغه وکیلان چې له شلو ورځو ډېره غیر حاضري ولري امتیازات او معاشاتیې ګرځول کېږي.
د ولسي جرګې منشي عبدالقادر ځاځي د نن ورځې په عمومي جلسه کې همدارنګه وویل چې له دا شان وکیلانو به په عمومي غونډه کې د ګډون حق هم واخیستل شي.
نوموړي وویل چې دا پرېکړه د جرګې د اداري پلاوي په دوو پرلهپسي غونډو کې شوې ده.
نوموړي وویل چې د وکیلانو د غیر حاضریو له امله ډېر ځله د دوی جلسې بېنتیجې پای ته رسېږي.
په ورته وخت کې د ولسي جرګې په نننۍ غونډه کې یو شمېر وکیلانو انتقاد وکړ چې د ولسي جرګې اداري پلاوی ډېری وخت پرته له اجنډا جلسې ته راځي، خو اداري پلاوي دا څرګندونې رد کړې.