بېړنیو پېښو ته د رسیدګۍ په برخه کې د دولت وزیر وايي، لاهم په څه د پاسه زر کېلو متر مربع ځمکه کې ماینونه او ناچاوده توکي موجود دي.
ویس احمد برمک نن په کابل کې د ماینونو په اړه د عامه پوهاوي د نړیوالې ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وویل چې دوی د دغو ماینونو او ناچاوده توکو د موجودیت له امله نهشي کولای خپل کارونه په ښه توګه ترسره کړي.
ښاغلي برمک دغهشان له نړیوالو مرسته کوونکو ادارو وغوښتل چې د ماین پاکۍ پروګرامونو ته جدي پاملرنه وکړي.
په ورته وخت کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت معین نصیر احمد اندېشه چې په دغې ناسته کې ګډون کړی وو، په دغه هېواد کې د ماین پاکۍ پروګرام ته د نهپاملرنې له امله اندېښنه وښوده او له نړیوالو ادارو یې وغوښتل چې په دې برخه کې همکاري وکړي.