امریکا او بریتانیا: روسیه دې سوریه کې خپل فعالیت کنټرول کړي

په داسې حال کې چې د سوریې د رژیم متحدانو خبرداری ورکړی چې پر سوریه د هر تېري په وړاندې به مقابله وکړي، امریکا او بریتانیې پر روسیې فشارونه زیات کړي چې په سوریه کې خپل فعالیت کنټرول کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رکس ټېلرسن له "ابکنوس" ټلوېزیون سره په مرکه کې چې پرون یکشنبه خپره شوه، وویل چې روسیې ته د سفر پر مهال، د هغه هېواد له چارواکو به وغواړي چې په ۲۰۱۳ میلادي کال کې لاسلیک شوې موافقه عملي کړي.

د دې موافقې هدف په سوریه کې د کیمیاوي وسلو له زېرمو د کار اخیستلو منع کول وو.

ټېلرسن ویلي، روسیې موافقه کړې وه چې سوریه کې د کیمیاوي وسلو محو کول به تضمینوي خو په دې نه‌پوهېږي چې ولې مسکو دا کار نه‌دی کړی.

ټاکل شوې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رکس ټېلرسن سبا سې شنبه د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره وګوري.

د ټېلرسن دا خبرې په داسې حال کې خپرې شوي چې نړیواله ټولنه سوریه کې د کیمیاوي وسلو د استفادې ادعاو په قهر کړې ده.

د بشري حقونو مدافع ډلې وايي چې سوریه کې د اپرېل په څلورمه د کیمیاوي وسلو په حمله کې لږ تر لږه ۸۶ تنه ووژل شول.

مسکو او دمشق ادعا کړې چې د بشارالاسد د رژیم الوتکو، د سوریې په ادلب ښار کې، خان شیخون په سیمه کې د مخالفو ډلو د وسلو پر زېرمه هوايي حمله وکړه او زهرجن ګاز خپور شوی دی.

خو د امریکا متحده ایالاتو او نورو غربي دولتونو د مسکو او دمشق دا ادعا رد کړې ده.