د سویډن پولیس وايي، هغه سړی چې په استکهلم کې د وروستۍ حملې په تړاو نیول شوی، تر دې مخکې د اسلامي دولت ډلې یا داعش په ګډون له افراطي ډلو سره د خپل فکر یووالی څرګند کړی و.
د سویډن پولیسو همداراز ویلي چې د نیول شوي سړي د مهاجرت اسناد په هغه هېواد کې رد شوي و او له سویډنه د اخراج لپاره د پولیسو تر څارنې لاندې و.
د سویډن د پولیسو یوه چارواکي یوناس هیسنګ پرون یکشنبه وویل:
"موږ پوهېږو چې هغه د داعش په ګډون د نړۍ له افراطي ډلو سره همدردي څرګنده کړې وه. په دې اړه نوره تبصره نهکوم."
پولیسو ویلي چې نیول شوی مشکوک سړی د ازبکستان دی.
هغه چې لارۍ یې چلوله د جمعې په ورځ د استکهلم په زړه کې یو شمېر خلک په موټر ووهل او څلور تنهیې ووژل.
رپوټونه وايي چې له دې پېښې سره یو بل وګړی هم نیول شوی خو د هغه په اړه نور معلومات نهدي خپاره شوي.