په خوست کې د ښځو او ماشومانو له حقونو د دفاع یوې ادارې "عدالت د ټولو لپاره" فعالیت پېل کړ.
د دې ادارې مشر اکرم افضلي پرون یکشنبه ازادي راډیو ته وویل:
"ماشومان، زندانیان او ښځینه چې ځوکیې د محکمې دروازې ته هم نهورپرېږدي، زموږ وکیلان به دروازه په دروازه ګرځي، د هغوی قضیې به پیدا کوي دفاع به کوي."
په خوست کې د ښځو د حقونو مدافع ډلې په ځانګړي ډول د ښځو پر حقونو له تېريو شکایت لري.
د خوست د ولایتي شورا استازې زهره جلال وايي چې ښځو ته د تعلیمي امکاناتو محدودیت د هغوی پر بشري حقوقو تېري ته زمینه برابره کړې ده.