د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د ملي امنیت سلاکار مکمسټر وايي، د امریکا متحده ایالات غواړي چې سوریه کې د داعش ډله ماته کړي او له واکه د بشارالاسد لیرې کېدل وویني.
نوموړي د یکشنبې په ورځ په یوې مرکه کې وویل، امریکا په پام کې نهلري چې له واکه د اسد د لیرې کولو لپاره خپله اقدام وکړي.
مکمسټر په خپلې لومړنۍ ټلوېزیوني مرکه کې زیاته کړه:
"د دې درک ډېر سخت دی چې څنګه یو سیاسي حل کېدای شي د اسد د رژیم د دوام سبب شي."
د امریکا د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار همدارنګه وویل، زه اوس دا نهوایم چې موږ به هغه کسان واوسو چې دا بدلون به رامنځته کړو.
نوموړي زیاته کړه:
"هغه څه چې دا یې ویل غواړي دا دي چې نور هېوادونه باید سختې پوښتنې له ځانه وکړي."
مکمسټر وویل، روسیه باید له ځانه وپوښتي چې ولې د یو قاتل او داسې رژیم ملاتړ کوي چې د مکمسټر په وینا خپل خلک په ډلهییزه توګه وژني؟