غني: له نړیوالې ټولنې غواړو چې قاچاقبران محاکمه کړي

ولسمشر محمد اشرف غني وايي، "موږ له نړیوالې ټولنې غواړو چې د مخدره موادو قاچاقبران محاکمه کړي."

ښاغلي غني پرون یکشنبه په کابل کې خبري غونډې ته وویل چې نړیوالو قاچاق وړونکو او هغو هېوادونو چې د مخدره موادو قاچاق ته د ترانزیټ لار ورکوي، په تېرو ۱۷ کلونو کې ۸۰۰ میلیارده ډالر د افغانستان د کوکنارو له کښتونو ګټلي دي.

ښاغلي غني په افغانستان کې د مخدره موادو د کښت او قاچاق په اړه په خبرو کې وویل چې "موږ په دې تجارت کې لاس نه‌لرو" او ټینګار یې وکړ چې افغانان به د مخدره موادو د قاچاق وړونکو پر ضد د قانوني چلند هرکلی وکړي.

په افغانستان کې د مخدره موادو له کښت او قاچاق سره د مبارزې وزارت ویلي چې سږ کال د تېر کال په پرتله ۱۰ فیصده زیات کوکنار کرل شوي دي.

د چارواکو په وینا، په هغو سیمو کې چې د حکومت واکمني کمه ده، زیات کوکنار کرل شوي دي.