د کابل د پوهنې رئیس د ځینو کړیو له فشاره سر ټکوي

د کابل د پوهنې رئیس وايي، ځینې کړۍ پرې فشار رواړي څو غیر قانوني کارونه ترسره کړي.

سعید منصور نن ازادي راډیو سره په خبرو کې که څه هم د چا نوم وانه‌خیست خو ټینګار یې وکړ چې ده هم د هغو کړیو په اړه چې پر ده فشار راوړي اسناد چمتو کړي او ډېر ژر به‌یې له خلکو سره شریک کړي.

سعید منصور په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې څه موده وړاندې ځینو رسنیو د کابل ښار په معارف کې د پراخ اداري فساد په اړه رپوټونه ورکړي وه خو ښاغلی منصور وايي، که فساد پرې ثبوت شي محکمې ته حاضر دی.