د افغانستان مشرانو جرګه وايي چې یوازې دقیقې پرېکړې، بېپرې اړیکې او متوازن بهرنی سیاست افغانستان د لویو قدرتونو تر منځ د جګړو له ډګره ساتلی شي.
د مشرانو جرګې غړو د یکشنبې ورځې په عمومي غونډه کې د سوریې د وروستي وضعيت په اړه د اندېښنو له څرګندولو سره وویل، وېرېږي چې افغانستان له ورته برخلیک سره مخ نهشي.
د مشرانو جرګې لومړی مرستیال محمد علم ایزدیار چې په دې ورځیې د دغې جرګې مشري کوله وویل، افغانستان ته ښايي چې د ځينو هېوادونو اندینښې رفع او د بل کوم هېواد په ګټه خپلې اړیکې له کوم درېیم هېواد سره خرابې نهکړي.
نوموړی وايي:
"له بده مرغه د سوريې جګړه کورنۍ جګړه نهده، له همدې امله موږ د افغانستان په اړه هم اندېښنه لرو چې خدای مهکړه افغانستان دوهمه سوریه نهشي، خو افغانان دغو دسیسو ته متوجې دي، دې ته هم متوجې دي چې ځيني هېوادونه چې په رأس کې یې د امریکا متحده ایالات دی د ترورېزم او مخدره موادو پر وړاندې ریښتیني مبارزه نهلري."
ښاغلی ایزدیار وايي، له بده مرغه په تېرو ۱۵ کلونو کې لیدل کېږي چې د سیمې د نورو هېوادونو سره د افغانستان د اړیکو پراخوالي برخه کې خنډونه موجود و.
هغه وايي، د سیمې هېوادونه په تېره بیا روسیه اندېښنه لري چې له افغانستان سره د ښو اړیکو د جوړولو اجازه نهده ورکړل شوې.
د افغانستان په اړه دا اندېښنې له هغې وروسته څرګندېږي چې د سوریې د وروستي وضعیت په اړه د روسیې او امریکا تر منځ ټکر رامنځته شوی دی.
د تېرې جمعې په ورځ امریکا د سوريې حکومت د هغه بمباریو په غبرګون کې چې سوري ځواکونو پهکې له کیمیاوي وسلو کار اخیستی و د هغه هېواد د هوايي ځواکونو په اډې شااوخوا ۶۰ کروز توغندي وتوغول.
روسیې او ایران بیا د امریکا دا حمله غندلې ده.
د دې اندېښنو په ځواب کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د افغانستان اړیکې د بل کوم هېواد په واک کې نهدي او دا هېواد د خپلو ملي ګټو په پام کې نیولو سره اقدام کوي.
د یاد وزارت ویاند شکیب مستغني ازادي راډیو ته وویل:
"موږ بیا-بیا ویلي چې د کوم دوست هېواد سره د افغانستان اړیکې د بل هېواد په واک کې نهدي. هېڅکله له یوه هېواد سره زموږ اړیکې پر بل اغېز نهلري د افغانستان اسلامي جمهوریت یو خپلواکه هېواد دی، موږ له هېڅ کوم هېواد په تېره بیا له ګاونډیو سره د کړکېچ غوښتونکي نهیو."
خو پوښتنه دا ده چې د امریکا او ناټو سره د افغانستان د ستراتیژیکو، امنیتي او دفاعي تړونونو له لرلو، د امریکا او روسیې تر منځ سیالیو او د روسیې اندېښنو ته په کتو دا هېواد رښتیا هم څومره بېپرې پاتې کېدای شي.
د نړیوالو چارو کارپوه انتظار خادم وايي چې افغانستان په دې اړه د ډېر حساس پړاو څخه تېرېږي خو ځیرکتیا یې له ناورینه ژغورلای شي.
نوموړی وايي:
"افغانستان مخ پر وده هېواد دی په داسې حالاتو کې دا هېواد باید د لویو هېوادونو تر منځ توازن وساتي چې له بده مرغه اوسنی سیاسي زعامت پهکې لږ پاتې راغلی سره له دې چې د پالېسیو په لحاظ دوی ژور دي خو د عمل له مخې دوی ځينې ښوئیدنې لري هره تېروتنه دلته هم کوربه او هم نورو هېوادونو ته د لویو تاوانونو سبب کېدای شي."
هغه وايي، افغانستان ته ښيي چې له دغو تړونونو څخه د افغانستان د بیارغونې او ثبات لپاره استفاده وکړي نه د سیاسي جبهو جوړولو لپاره.
بل کارپوه لطیف نظري وايي چې افغانستان د ټولو تړونونو او هر ډول اړیکو سره ثبات ته اړتیا لري او دا هغه وخت ممکن دی چې د سیمې او نړیوالو قدرتونو تر منځ لکه د دوهمې نړیوالې جګړې په څېر بېطرفه او یا منځګړی پاتې شي.
راپور: یوسف خان ځدراڼ