د بلخ ولایت چمتال ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو د تصفیوي عملیاتو په ترڅ کې ۱۲ طالب وسلهوال وژل شوي او ۱۸ تنه نور یې ټپيان دي.
د بلخ والي ویاند منیر فرهاد ازادي راډیو ته وویل چې دا عملیات درې ورځې دمخه د عطا محمد نور په مشرۍ چتمال ولسوالۍ کې پيل شول.
د فرهاد په خبره عملیات هغه مهال پلان شول چې تېره اوونۍ له دولت سره د طالبانو د دوو مشهورو قوماندانانو له یوځای کېدو وروسته وسلهوالو مخالفینو چتمال ولسوالۍ کې خپل تخریبي فعالیت پيل کړ.
نوموړی وايي، د ځمکني ځواک سربېره یادو عملیات کې هوايي پوځ هم ونډه لري.
منیر فرهاد طالبانو ته د اوښتو تلفاتو په اړه وویل:
"تېره ورځ د هوايي عملیاتو په ترڅ کې ۵ طالبان ووژل شول، ۱۸ تنه نور یې هم ټپيان شول، د عملیاتو له پیله تر دې دمه ۱۲ کسان وژل شوي او عملیات په بریالیتوب سره پر مخ ځي."
د بلخ والي ویاند وايي چې تر دې دمه د چتمال ولسوالۍ د البرز سیمې ۵ مهم کلي د وسلهوالو طالبانو له وجوده پاک شوي او همدا اوس هم په یورت، شاهولي، جلنین او قراول سیمو کې عملیات دوام لري.
د یادو عملیاتو په ترڅ کې تر دې دمه ۹ محلي پاڅون کوونکي چې د دولت په ملاتړ له طالبانو سره جنګېږي هم وژل شوي دي او ۶ تنه نور یې ټپیان دي.
په چتمال ولسوالۍ کې د یادو وسلهوالو پاڅون کوونکو یو قوماندان فیض محمد یې په اړه وايي:
"په بارګاه سیمه کې و چې رنجر مو د طالبانو پر یوه خښ کړي ماین ور برابر شو، د دې انفجار په پایله کې زموږ ۹ تنه ملګري ووژل شول او ۶ تنه نور یې ټپيان دي."
په داسې حال کې په چمتال ولسوالۍ کې د بلخ والي عطا محمد نور په مشرۍ پوځي عملیات دوام لري او چارواکي طالب وسلهوالو ته د درنې مرګ ژوبلې له اړولو خبر ورکوي چې تر دې دمه د دولت هېڅ یوې مخالفې ډلې د یادو عملیاتو په اړه رسنیو ته څرګندونې نهدي کړي.
راپور: مجیبالرحمن حبیبزی