د افغانستان د مشرانو جرګې لومړی مرستیال وايي، روسیه په پام کې لري چې افغان محصلینو ته ۱۰۰ نور تحصیلي بورسونه هم ورکړي.
محمد علم ایزدیار چې ننیې د دغې جرګې مشري کوله وویل، روسیه غواړي د دغو بورسونو شمېره له ۳۰۰ څخه ۴۰۰ ته لوړه کړي.
ښاغلي ازیزدیار زیاته کړه:
"د افغانستان تحصیلي بورسونه سل نور هم زیاتوي له ۳۰۶ تحصیلي بورسونو څخهیې ۴۰۶ تنو ته لوړوي."
په دې وروستیو کې د مشرانو جرګې یو پلاوی په مسکو کې د نړیوال ترورېزم پر ضد کنفرانس کې د ګډون لپاره روسیې ته تللی و.