د مصر د طنطا ښار په يوه کليسا کې دننه د چاودنې له کبله لږ تر لږه ٢٥ کسان وژل شوي او ٥٠ نور ټپيان شوي دي.
د مصر دولتي ټلوېزيون د دې پېښې خبر ورکړ.
د نننۍ دغې چاودنې مسؤليت تر اوسه چا نهدى منلى.
د روغتيا وزارت وياند خالد مجاهد له محلي او دولتي رسنيو سره په خبرو کې د مرګ ژوبلې دغه ارقام تائيد کړل.
د مصر د کورنيو چارو وزارت وايي چې امنيتي ځواکونو دغه کليسا کلابنده کړې ده.
وزارت وايي، د پېښې په ساحه کې د نورو بمي وسيلو د موندنې په هدف تلاشي روانه ده.
عيسويان چې د مصر د وګړو ١٠ فيصده برخه جوړوي، په وروستيو کې د سخت دريځو وسلهوالو لهخوا پرلهپسې حملې ورباندې شوې دي.