ارزګان کې ۸۰۰ هکټاره ځمکه له کوکنارو پاکېږي

د ارزګان چارواکي وايي د دې ولایت ۸۰۰ هکټاره ځمکه له کوکنارو پاکوي.

د ارزګان ولایت مرستیال والي عبدالواحد پټان نن یکشنبه ازادي راډيو ته وویل چې ارزګان ولایت به سږ کال ۸۰۰ هکټاره ځمکه له کوکنارو پاکه کړي چې په وینا يې تر دې مهاله‌يې ۱۰۰ جریبه ځمکه له کوکنارو پاکه کړې او لا هم دغه لړۍ دوام لري.

د نوموړي په وینا چې دغه کوکنار يې په هغو سیمو کې اړولي دي چې تازه له وسله‎والو طالبانو تصفیه شوي دي.

ښاغلي پټان زیاته کړه چې دوی په هغو سیمو د پروژو د پلي کولو پلان لري چې له کوکنارو پاکېږي.

د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې د ولایتي شورا مسؤلينو ویلي وو چې ارزګان ولایت کې په ۸۰ سلنه ځمکه باندې کوکنار کرل شوي دي.