د کونړ چارواکي: د طالبانو حمله کې یو پولیس وژل شوی

د کونړ امنیتي چارواکي وايي چې د وسله‎والو طالبانو په حمله کې یو پولیس وژل شوی او بل ټپي دی.

د امنیه قوماندانۍ ویاند فریدالله دهقان ازادي راډيو ته وویل چې دا حمله نن سهار د مرکز اسعداباد اړوند د شیګۍ په سیمه کې شوې ده.

تر اوسه وسله‎والو طالبانو په دې اړه څه نه‌دي ويلي.