په افغانستان کې د عامې روغتیا وزارت او د روغتیا نړیوالې ادارې لهخوا د روغتیا نړیواله ورځ "راځئ چې خبرې وکړو" تر شعار لاندې ولمانځل شوه.
د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز په دې اړه جوړ شویو مراسمو کې وویل، د نورو بېلابېلو ناروغیو تر څنګ ژور خپګان په افغانستان کې د اندېښنې وړ ناروغي ده.
ښاغلي فیرزو زیاته کړه چې په ناروغۍ اخته کسانو ته د مشورې ورکولو لپارهیې ۷۰۰ رواني مسلکي مشاورین او ۱۰۰ تنه د رواني روغتیا مختصص ډاکتران روزلي.
که څه هم په افغانستان کې په ژور خپګان د اخته ناروغانو کره شمېره نهده معلومه، خو د روغتیا نړیوالې ادارې د وروستي اټکل له مخې په دغه هېواد کې یو میلیون افغانان د ژور خپګان او څه باندې ۱،۲ میلیونه د اضطراب له امله کړېږي.
د راپورونو له مخې په نړۍ کې شااوخوا ۳۰۰ میلیونه کسان په ژور خپګان اخته دي چې په دې وروستیو کې یې په شمېر کې زیاتوالی راغلی.