کندز چارواکي: هوايي حملو کې ۱۶ طالبان وژل شوي

په کندز کې امنیتي چارواکي وايي چې د ناټو د غوڅ ملاتړ مأموریت په هوايي حملو کې ۱۶ وسله‎وال طالبان وژل شوي دي.

په شمال کې د پامیر ۲۰مې فرقې رئیس ارکان سید قربان موسوي نن رسنیو ته وویل چې دغه حملې تېره شپه د دشت ارچي او چهار درې ولسوالیو په مربوطاتو کې شوي چې له امله‌یې څلور وسله‎وال طالبان ټپیان شوي هم دي.

ښاغلی موسوي زیاتوي چې وژل شویو کې د وسله‎والو طالبانو یو نومول شوي ولسوال هم شامل دی.

تر اوسه وسله‎والو طالبانو په دې اړه څه نه‎دي ويلي.