د امریکا سمندري ځواک وايي، د یوې الوتکې وړونکې بېړۍ په شمول د کوریا ټاپو وزمې ته یوه یرغلیزه ډله لېږي.
د دغو امریکايي ځواکونو لېږل په سیمه کې د ترینګلتیا د زیاتېدو ښکارندويي کوي.
د امریکا د متحده ایالاتو د پسفیک سیمې د قوماندانۍ ویاند قوماندان ډېف بینهم نن یکشنبه وویل، د کارل وینسن په نوم حمله کوونکې ډله د کوریا ټاپو وزمې ته لېږل کېږي څو لوېدیځ پسفیک کې حضور او تیاري ولري.
یوه بل چارواکي چې نهیې غوښتل نومیې څرګند شي، وویل، یرغلیزه ډله له سنګاپوره د کوریا ټاپو وزمې ته د دې لپاره ځي چې د شمالي کوریا د وسلهوال پروګرام په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.
دا په داسې حال کې ده چې د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ او د جنوبي کوريا رهبر او سرپرست ولسمشر هوانګ کيو هن پرون ټیليفوني خبرې وکړې.
سپينه ماڼۍ وايي، دواړو مشرانو موافقه وکړه چې د شمالي کوريا او نورو مسايلو په اړه په خپلو کې له نېږدې په تماس کې وي.