د روسیې او ایران جګپوړو جنرالانو د سوریې پر پوځي اډې د امریکا توغندويي حمله وغندله او ژمنهیې وکړه چې د ترورېستانو پر ضد به خپلې جګړې ته دوام ورکړي.
ایران او روسیه عموماً د سوریې د ولسمشر بشارالاسد مخالفانو ته ترورېستان وايي.
د ایران دولتي خبري اژانس اېرنا وايي، د روسیې د پوځ لوی درستیز والري ګیراسیموف او د ایران لوی درستیز تورن جنرال محمد باقري پرون شنبه د ټیلیفون له لارې خبرې سره وکړې.
د راپور پر اساس، دواړو جنرالانو د سوریې پر هوايي اډه د امریکا برید وغانده او هغهیې د یوه خپلواک هېواد پر ضد یرغل وباله.
روسیه او د ایران شیعه حکومت د بېلابېلو ډلو په وړاندې چې د امریکا او ترکیې له ملاتړه برخمنې دي، د اسد دفاع کوي.