روسي چارواکي وايي، په دغه هېواد کې د دوو رېلګاډو تر منځ په ټکر کې لږ تر لږه ۵۰ تنه ټپیان شوي دي.
د روسیې د اضطراري حالت وزیر ولادیمیر پوچکوف نن یکشنبه دولتي خبري اژانس تاس ته وویل، ۱۲ تنه په روغتونونو کې بستري شوي چې د ۶ تنو حال نازک دی.
دا پېښه پرون د مسکو په لوېدیځ کې ګیراسیما کورینا واټ ته نېږدې د رېلګاډو تر منځ وشوه.
د پېښې په وېډیو کې ښکاري چې د رېلګاډي لږ تر لږه څلور واګونونه له پټلۍ وتلي دي.