پولنډي چارواکو ویلي چې د هغه هېواد جنوب کې د یوې ودانۍ د نړېدو له امله پنځه تنه وژل شوي چې دوه ماشومان هم پهکې دي.
راپورونه وايي، دا پېښه پرون شنبه شوې او ودانۍ، ظاهراً د ګاز د چاودنې له امله نړېدلې ده.
د سیمې والي پاول هرینیاک ویلي چې څلور تنه زخمیان دي او روغتون ته لېږدول شوي دي.
د هغه په وینا، د ودانۍ یو اوسېدونکی لا هم نهدی موندل شوی.