افغانستان کې یو امریکايي سرتېری داعش ضد عملیاتو کې وژل شوی

د امریکا پوځ په افغانستان کې د خپل یوه عسکر د وژل کېدو خبر ورکړ.

پوځ پر ټویټر وویل چې دا عسکر يې پرون شنبه ناوخته له اسلامي دولت نومې یا داعش ډلې پر ضد په پوځي عملیاتو کې وژل شوی دی.

د امریکا د پوځ د سمندري قواوو یوه منصبدار بل سالون، په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ مأموریت پر رسمي ټویټر پاڼه لیکلي چې دا پېښه، د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې شوې ده.

بل سالون له روېټرز خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي چې په اچین کې د دوی وژل شوی عسکر د امریکا د ځانګړو ځواکونو "سپېشل فورس" غړی و.

روېټرز خبري اژانس، د امریکايي چارواکو په حواله وايي چې داعش په افغانستان کې ښايي ۷۰۰ وسله‎وال ولري خو د افغانستان حکومت‌يې شمېر ۱۵۰۰ ګڼي.