په لغمان کې چارواکي وايي، د "الماس" په نوم پوځي عملیاتو کې ۸۰ جریبه ځمکه له کوکنارو پاکه شوې ده.
د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک پرون شنبه ازادي راډیو ته وویل چې د عمرزو په کلي کې د کوکنارو د کښتونو پر ضد عملیات لا روان دي.
سرحدي ځواک وویل:
"په دې عملیاتو کې ۸۰ جریبه ځمکه پاکه شوې ده. دا عملیات لا هم روان دي او د کوکنارو نور کښتونه به هم لهمنځه ولاړ شي."
د لغمان ولایت په خبرپاڼه کې راغلي چې د "حکومت وسلهوالو مخالفینو خلک په دې سیمو کې د کوکنارو کښت ته مجبور کړي دي."